دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 172337

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالی کې د وسله والو طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې مشر له خپل شپږو تنو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردود په یوه بیان کې ویلي، چې د یوې هوایي برید په ترڅ کې چې تېره شپه شاوخوا ۱۲:۲۰ ترسره شوه، په ترڅ کې یې د طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې مشر ملا داود تایمني په ګډون ۷ تنه وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه هوایي برید د قیصار ولسوالی اړوند په شاخ سیمه کې ترسره شوې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو یو شمېر وسلې او یوه ګاډی هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciprazyt1ayp2.k6ct.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته