کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فوټبال لیګ کې اباسین څپې د سپین غر بازانو لوبډلې ته ماته ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 میزان 1397 ساعت 16:25

په کابل کې د افغان فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې اباسین څپې لوبډلې د سپین غر بازانو لوبډلې ته ماته ورکړه.



دغه لوبه د اباسین څپې لوبډلې له سپین غر بازانو ۳ د ۲ په وړاندې وګټله او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان له بېلابېلو زونونو اته لوبډلې ګډون لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې په (الف) ګروپ کې شاهین اسمايي، سپین غر بازان، اباسین څپې، موج‌های امو او په (ب) ګروپ کې میوند اتلان، سیمرغ البرز، طوفان هریرود او عقابان هندوکش لوبډلې شاملې دي.
د دې سیالیو په راتلونکې لوبه کې نن چهارشنبه ۵:۳۰ بجې د سمیرغ البرز لوبډله د طوفان هریرود لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.


د مطلب کود: 172344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172344/په-فوټبال-لیګ-کې-اباسین-څپې-د-سپین-غر-بازانو-لوبډلې-ته-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com