کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو نهو میاشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 میزان 1397 ساعت 18:01


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي دي.
یوناما وايي د ۲۰۱۸م د جنورۍ له پيل نه د سپتمبر ۳۰ پورې په جګړو او امنیتي پیښو کې ۲۷۹۸ ملکي افغانان وژل شوي دي او ۵۲۵۲ نور ژوبل شوي دي.
یوناما وايي د نورو کلونو په څېر بیا هم د (دولت ضد عناصرو) په بریدونو کې ډېر ولسي خلک وژل شوي دي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي دي چې ځمکني وسله والې نښتې، ځانوژنکي بریدونه، هوايي بمبارۍ او د ناچاودلو موادو چاودېدل د ولسي خلکو د مرګ-ژوبلې اصلي عوامل دي.
یوناما په ملکي تلفاتو ژوره خواشینې ښودلې ده او ویلي دي چې د دولت مخالفان توکمیز او مذهبي لږکي هم په نښه کړي دي.
ډېر ملکي تلفات په ننګرهار، کابل، هلمند، غزني او فاریاب ولایتونو کې اوښتي دي. په کابل کې د ځانمرګو بریدونو کې بیا ډېر ملکیان وژلي دي، خو په ننګرهار کې بیا ډېر ملکي خلکو مرګ-ژوبله دوه برابره زیاته شوې ده.
ملکي تلفات
همدا څو ورځې مخکې یوناما په خپل یو بل راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۱۸ کال په نهو میاشتو کې په ځانمرګو بریدونو کې ملکي تلفات لوړې کچې ته رسېدلي.
راپور کې ویل شوي وو چې یوازې په ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې ماینونو په چاودونو کې لږ تر لږه ۱۰۶۵ ولسي خلک وژل شوي او څه باندې ۲۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

 


د مطلب کود: 172349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172349/په-تېرو-نهو-میاشتو-کې-هره-ورځ-۱۵-ملکي-افغانان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com