دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 172362
د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې طوفان هریرود سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال غوره سیالیو په لړ کې د طوفان هریرود لوبډله د ۱-۰ په پایلې سره سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د طوفان هریرود لوبډلې رحمت الله خیرخواه د لوبې د سیمرغ البرز پر وړاندې د لوبې یوازیني ګول وکړ.
دغه ګول د لوبې د دوهمې نیمایي په ۶۵ مه دقیقه کې ووهل شو او له دې سره لوبه ۱-۰ د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.
د طوفان هریرود لوبغاړی رحمت الله خیرخواه د لوبې غوره ګول وهونکی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه د سې شنبې په ورځ د اباسین څپي او د سپین غر بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۳-۲ ګولونو په توپیر د اباسین څپي په ګټه پای ته ورسېده.
تر دې مخکې د میوند اتلانو لوبډله د عقان هندوکس لوبډلې ته ۲-۰ ماتې ورکړې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3x9qxak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته