کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې طوفان هریرود سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1397 ساعت 11:17

د افغانستان د فوټبال غوره سیالیو په لړ کې د طوفان هریرود لوبډله د ۱-۰ په پایلې سره سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.



د طوفان هریرود لوبډلې رحمت الله خیرخواه د لوبې د سیمرغ البرز پر وړاندې د لوبې یوازیني ګول وکړ.
دغه ګول د لوبې د دوهمې نیمایي په ۶۵ مه دقیقه کې ووهل شو او له دې سره لوبه ۱-۰ د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.
د طوفان هریرود لوبغاړی رحمت الله خیرخواه د لوبې غوره ګول وهونکی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه د سې شنبې په ورځ د اباسین څپي او د سپین غر بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۳-۲ ګولونو په توپیر د اباسین څپي په ګټه پای ته ورسېده.
تر دې مخکې د میوند اتلانو لوبډله د عقان هندوکس لوبډلې ته ۲-۰ ماتې ورکړې وه.
 


د مطلب کود: 172362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172362/د-فوټبال-غوره-لیګ-سیالیو-په-لړ-کې-طوفان-هریرود-سیمرغ-البرز-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com