کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې د افغانستان وضعیت ته اندیښنه ښکاره کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1397 ساعت 11:34

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان وضعیت ته اندیښنه ښکاره کړه.


د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخرووا پرون له روسیې سره په الحاق شوې سیمې، کریمیا کې رسنیو ته وویل:
« روان کال د اکتوبر په اوومه پوره اوولس کاله وشو چې امریکایي ځواکونه افغانستان ته تللي دي. په دې ټولې مودې کې دوی د ترهګرۍ، د افراطیت او د افغانانو له خاورې د مخدر موادو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. دا موږ ټول ځوروي. په دې هیواد کې دغه ټول ګواښونه په قوت سره په زیاتیدو دي او دا ویلی شو چې ټولې نړۍ ته په یو سردرد بدل شوي»
له تیرو نژدې دریو کلونو راهیسې روسانو په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته وخت په وخت اندیښنه څرګنده کړې ده او داسې راپورونه خپاره شوې دي چې له طالبانو سره یې اړیکي ټینګ شوې دي.
 


د مطلب کود: 172364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172364/روسیې-د-افغانستان-وضعیت-ته-اندیښنه-ښکاره-کړه

آوا
  https://www.avapress.com