دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 172368
۵۷ تنه تروریستان د فاریاب په ولایت کې وژل شوی او ټپیان شوی دی
دشاهین ۲۰۹ قول اردو اعلان کړی: د هوایی برید له امله د فاریاب ولایت قیصار ولسوالی چیچکتو او چهل ګزی کلیو کې ۱۲ تنه طالب تروریستان وژل شوی دی.

همدارنګه یو زرهی واسطه تخریب او ۲ حلقه ماینونه د لارو په اوږدو کې کشف شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی دی چی تیره نیمه شپه د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالی قلعه ولی سیمه کې د دشمن یو مخفی ګاه د ناتو هوایی ځواکونو تر برید لاندی راغلی دی چی په ترڅ کې ۱۰ تنه طالبان د قاری ناصر قومانده په شمول وژل شوی دی.
په دی برید کې د دشمن ۳ عراده زرهی واسطی چی درانده وسلو باندی مجهز وو له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه د طالب تروریستانو سره امنیتی ځواکونو نښته کې د قرمقل ولسوالی په سیمو کې ۲۰ تنه تروریستان وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د یادولو وړ دی چی په دی نښتو کې ملکی خلګو او امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
 
https://avapress.com/vdcceiqs42bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته