دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 172370
کندز کې طالبانو په برید کې امنیتی سرتیرو ته مرګژوبله اوښتي
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په قلعه زال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوسته په حمله کې ۴ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندز د پامیر د ۲۰ مې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي په دی اړه رسنیو ته وویل چې دغه برید تېره شه دوه نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په سرخ بیتل سیمه کې شوی دی.
نوموړی په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته هم د اوښتو تلفاتو خبره کوي.
خو د کندز د ولایتي شورا یو غړي او د قلعه زال اوسېدونکي سید حفیط الله سادات آزادی راډیو سره په خبرو کې افغان سرحدي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله ډېره ښودلې.
وسله والو طالبانو هم په یو پیغام کې ادعا کړې چې په دغه حمله کې ۱۵ افغان سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور تپیان دي.
 
https://avapress.com/vdcfe0dyxw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته