دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 172371
سولې عالی شورا: طالبانو سره غیری رسمی خبری او لیدنې شوی
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې خبرې به هله نتیجه ورکړي چې په‌کې د ټولنې د ټولو اقشارو نظرونه شامل وي.

د افغان حکومت له‌خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د هڅو په لړ کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره غیر رسمي لیدنې کتنې او خبرې شوي.
د دې شورا رئیس کریم خلیلي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۸» په کابل کې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په يوه مشورتي ناسته کې وویل چې د دغو غیر رسمي لیدنو په ترڅ کې دا جوته شوې چې طالبان هم سولې ته لېوالتیا لري.
ښاغلی خلیلي وايي، د دوی هڅې د افغانانو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره دي.

نوموړي زیاته کړه:
"موږ هله سولې ته رسېدای شو چې په هغه کې د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي او زه خوښ یم چې په دغه موده کې موږ له مقابل لوري سره يو ډول د نظر تبادله لرله، که څه هم دغه چاره رسمي نه، بلکې غیر رسمي وه، خو زه باور لرم چې يوه ورځ به ښکېلې خواوې په اکثریتو رأیو سره د سولې پلویان وي."
ښاغلي خلیلي زیاته کړه چې د سولې خبرې هله مثبتې پایلې لرلای شي چې په‌کې د ټولنې د ټولو اقشارو نظرونه شامل وي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د رئیس په خبره، دغې شورا سولې ته د رسېدو لپاره د سولې ملي اجماع رامنځته کړې چې له لارې به‌یې د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي.
د دوی په خبره سولې ته د رسېدو په لار کې افغانان متحد شوي او دغه بهیر اوس يو حساس پړاو ته داخل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په تړاو د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره لیدنې کتنې پيل کړې دي او په دې تړاو یې له افغان چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcgux9qqak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته