دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۱۹
د مطلب کود : 172400
په میدان وردک کې طالب وسله وسله والو ته درنه مرګژوبله اوښتې
د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالی کې د یوې ځانګړې عملیات په ترڅ کې طالب ډلمشرانو او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې د یوې ځانګړې عملیات په ترڅ کې چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د میدان وردګو په سید اباد ولسوالی کې ترسره شوې، په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو ۲۱ غړي او جنګیالي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د تش په نامه د وسله والو طالبانو استخباراتي مسئول مولوي نقیب الله مشهور په ماجد، د طالبانو د معلولینو مسئول مولوي عبدالرحمن، د حقاني شبکې غړی مولوي سیف الرحمن، مولوي صمد وزیر، د سید اباد لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، د سید اباد د تنګې سیمې لپاره د طالبانو عمومي مسئول مولوي سید الله او د طالبانو د ۱۵ کسیزې ډلې مشر ملا نقیب شامل دي.
د ملي امنیت ریاست په وینا، سربیره پر دې په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۱۵ وسله وال وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د وسله والو طالبانو او د حقاني شبکې اړوند جګپوړي ډلمشران هغه مهال تر برید لاندې راغلل چې غوښتل یې د راتلونکو بریدونو لپاره پلانونونه او طرحې جوړې کړي.
 
https://avapress.com/vdcjy8evyuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته