کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قوي توپان د امريکا فلوريډا ایالت وهلی

19 میزان 1397 ساعت 23:26

د مایکل په نوم یوه قوي توپان د چهارشنبې په ورځ د امریکا د فلوريډا ايالت سواحل ووهل، په دې مهال چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د توپان له امله د زیانونو کچه لوړه وي.




دغه توپان چې د څلورمې درجې و، سمندرغاړې ته په رسېدو يې د باد سرعت په یوه ساعت کې ۲۵۰ کيلومترو ته رسېدو چې دا په یوه پېړۍ کې تر ټولو شدید توپان دی چې دا ايالت وهي.

د دې ايالت والي ویلي، په فلوريډا پانهانډل سیمه کې ښايي توپان زیات زیانونه ورسوي.

د توپان ملي مرکز وايي، اټکل کیږي چې د سمندر څپې به له ۲،۷ تر ۳،۶ مترو پورې ورسيږي چې اوبه – به ساحلي  سیمې وځپي.

د چهارشنبې په شپه د توپان شدت لږ کم شو او ورسره د مله باد سرعت يوه ساعت کې ۱۵۰ کيلومترو ته راښکته شو.

مايکل توپان چې د جورجیا پر لورې روان دی، سخت باد ورسره ملګری دی او د باد سرعت يې ۱۱۰ کيلو مترو ته رسیږي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، توپان ودانۍ ویجاړې کړي، ونې يې ايستلي او برېښنا يې غوڅه کړې ده.


د مطلب کود: 172402

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172402/قوي-توپان-د-امريکا-فلوريډا-ایالت-وهلی

آوا
  https://www.avapress.com