دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 172405
طالبانو سرحدی پولیسو ۱۵ تنه ځواکونه په قلعه ذال ولسوالی کې شهید کړي
کندز ولایتی شورا یو غړۍ خبر ورکوی چی سرحدی پولیسو ۱۵ تنه ځواکونه د طالبانو په یو برید کې ددی ولایت قلعه ذال ولسوالی کې په شهادت رسیدلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، امرالدین ولی، د کندز ولایتی شورا یو غړۍ رویترز خبرګزاری ته ویلی دی چی د طالبانو برید وروسته سرحدی پولیسو پوسته باندی، ۱۵ تنه سرحدی پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا برید تیره شپه (چهارشنبه، ۱۸ میزان) د چهارچوب په سیمه کې د آمو رودخانه ترڅنګ رامنځته شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی یو سیمه ایز چاورواکی چی نوم ښودلو څخه منع کړی دی بی بی سی ته وویل چی تیره شپه، طالبان سرحدی پولیسو یو قرارګاه باندی برید کړی دی.
ددی ګزارش په اساس، ۷ نه طالب وسله وال هم په نښته کې وژل شوی دی.
خو غلام حضورت کریمی، کندز کې مستقر پامیر ۲۰ فرقه قوماندی ویاند وویل چی دا برید په شاټمبول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdce7w8znjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته