کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې موټر بم چاودنه ملکی وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اړولي

20 میزان 1397 ساعت 16:50

د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ سرچینې وایي د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې د ملکي وګړو او وسله والو طالبانو په ګډون ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پیښه د خواجه ناموسي بازار په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د چاودنې له امله ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور تپیان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، یادو وسله والو پر امنیتي ځواکونو او یا هم پر ټاکنیزو کمپاینونو د برید نیت درلود او غوښتل یې په میمنه ښار کې موټر بم چاودنه وکړي.
د ۲۰۹شاهین قول اردو په وینا، د چاودنې په ترڅ کې پنځه ملکي وکړي هم وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
 


د مطلب کود: 172415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172415/فاریاب-کې-موټر-بم-چاودنه-ملکی-وګړو-او-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګژوبله-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com