دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 172416
عبدالله عبدالله نن شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې وینا کوی
د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن په تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون او وینا کوي.

تاجکستان نن د شانګهای د همکارۍ د سازمان د ۱۷ مې غونډې کوربه دی.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون پنجشنبې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.
ښاغلي عبدالله دوشنبې ته له رسېدو وروسته لومړی د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل.

اجرائیه رئیس له دې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې ده او ولسمشر رحمان پر ګڼو مسایلو او له هغې ډلې د کابل او دوشنبې ترمینځ د امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
عبدالله زیاته کړه:
"دا سفر یوبل فرصت و، څو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړو. ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان امن د تاجکستان امن ګڼي. موږ د ګډو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د امنیتي همکاریو او په اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د همکارۍ د فرصتونو او امکاناتو په اړه هراړخیزې خبرې درلودې."
ښاغلي عبدالله له دې وروسته د قرغزستان له صدراعظم او د هند د بهرنیوچارو له وزیرې سره هم وکتل.
د قرغزستان صدراعظم محمدقلي ابوالقاضییف د حکومت له اجراییه رییس ښاغلي عبدالله سره ترکتنې وروسته وویل افراطي فعالیتونه، تروریزم او د مخدروموادو قاچاق د دواړو هېوادونو د ګټو پرضد ګډ ګواښونه دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا په امنیتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د څو اړخیزو همکاریو د پراختیا په مقصد رامینځ ته شو.
هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ خو افغانستان، ایران، بیلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgqx9q3ak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته