کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې څلور داعش وسله وال د خپل ماین ښکار شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1397 ساعت 11:53

د کونړ په څوکې ولسوالۍ کې داعش وسله والو خپل ماین چاودېدلی چې ورته مرګ ژوبله رسېدلې ده.



په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ د څوکې ولسوالی دیوه ګل په درې سپیدا سیمه کې داعش وسله وال د سړک غاړې ماین په خښولو بوخت چې یو پرې چاودېدلی او پکې ۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو ورځې مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.
”د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو د قصدي او بې توپیره کارونې له امله افغان ملکي وګړو ته د زیانونو زیاتوالی “تر عنوان لاندېدغه ځانګړی رپوټ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپټمبر تر دیرشمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې چټک زیاتوالی مستند کړی، چې د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې نږدې نیمایي برخه جوړوي
 


د مطلب کود: 172429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172429/کونړ-کې-څلور-داعش-وسله-وال-د-خپل-ماین-ښکار-شول

آوا
  https://www.avapress.com