یوه باخبره سرچینه امریکایي ورځپاڼه وال سټریټ ژورنا ورځپاڼې ته ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد پرون جمعه د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې د طالبانو له سیاسي استازو سره کتلي.
یاده سرچینه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې دواړو لوړیو پر کومو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې شاوخوا ۴ میاشتې مخکې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يوه ډیپلوماټ په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره کتلی و.
د طالبانو یو جګپوړي ډلمشر تردې مخکې ان بي سي نیوز ته ویلي و، چې د سولې خبرو اترو د بیا پیل په موخه د طالبانو سیاسي استازي به له امریکا څخه د سلګونو بندیانو د تبادلې غوښتنه وکړي.
د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي و چې د زندانیانو په لیست کې د حقاني شبکې د بنسټګر ځوان زوی د انس حقاني نوم هم شامل دی.
خو افغان او امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)