کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1397 ساعت 12:38



د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد، سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر زلمي خلیل‏‏زاد جمهور رئیس ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو  وروستیو سفرونو په اړه د راپور ورکولو پرمهال وویل، د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.
جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد له راپور او هلو ځلو څخه په مننې وویل، د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د  تلپاتې سولې د تامین لپاره وي
 


د مطلب کود: 172436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172436/جمهور-رئیس-غني-د-افغانستان-سولې-لپاره-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-ځانګړي-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com