دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 172436
جمهور رئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد، سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر زلمي خلیل‏‏زاد جمهور رئیس ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو  وروستیو سفرونو په اړه د راپور ورکولو پرمهال وویل، د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.
جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد له راپور او هلو ځلو څخه په مننې وویل، د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د  تلپاتې سولې د تامین لپاره وي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciprazqt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته