دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 172439
په پنځو ولایتونو کې د ۱۰۰ څخه ډیر ترهګر وژل شوی او ټپیان شوی
د هیواد ملی دفاع وزارت اعلان کړی چی تیرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو په جریان کې، نږدی ۷۳ تنه ترهګر وژل شوی او ۳۶ تنه نور ټپیان شوی دی او هغوی ځینی پټنځایونه هم له منځه وړل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، زابل، جوزجان، قندوز، غزنی او خوست ولایتونو کې د امنیتی ځواکونو او ملی ادرو او کماندو ځواکونو او هوایی ځواکونو له لوری عملیاتونه ترسره شوی دی.
د ملی دفاع وزارت معلوماتو په اساس، د زابل ولایت شینګی او میزان ولسوالیو کې د ترهګرو سره د ملی اردو ځواکونو نښتو په ترڅ کې ۱۹ تنه وژل شوی او ۱۲ تنه نور یی ټپیان شوی دی.
همدارنګه د کماندو خاصو ځواکونو عملیات په ترڅ کې د جوزجان ولایت قرقین ولسوالی کې ۱۷ تنه وژل شوی دی.
د قندوز ولایت دشت ارچی او علی آباد ولسوالیو کې هم ملی اردو هوایی ځواکونو بردیونو په ترڅ کې ۱۴ تنه وژل شوی، ۵ تنه نور ټپیان شوی دی او همدارنګه هغوی پنځه پټنځایونه له منځه وړل شوی دی.
همدارنګه د خوست ولایت ګریز ولسوالی کې هوایی بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر چی حقانی شبکه پوری اړه درلود، وژل شوی او ۱ تن ټپی شوی دی.
https://avapress.com/vdcbf5b89rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته