دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 172440
د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې طوفان هریرود د میوند اتلانو ته ۳-۰ ماتې ورکړه
د افغانستان و فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د طوفانو هریرود لوبډله د میوند اتلانو لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه.

د لوبې په ۱۸ مه دقیقه کې د طوفان هریرود لوبغاړی یار محمد ذکیر خان لومړی وکړ،  دوېیم ګول د لوبې په ۲۹ مه دقیقه کې د روف قاري له خوا ووهل شو او درېیم او وروستی ګول د رحمت الله خیرخواه له خوا د لوبې په ۷۴ مه دقیقه کې ووهل شو.
له دې سره د میوند اتلانو لوبغاړي ملا ماته شوه او تر ډېر هڅو یې بیا هم ونه شو کړای یو ګول هم ووهي.
د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ هم د شاهین اسمایي او د اباسین څپي ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د ۱-۰ ګولونو په توپیر د اباسین څپي په ګټه پای ته ورسېد
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdox0fzyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته