کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې طوفان هریرود د میوند اتلانو ته ۳-۰ ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 میزان 1397 ساعت 13:11

د افغانستان و فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د طوفانو هریرود لوبډله د میوند اتلانو لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه.



د لوبې په ۱۸ مه دقیقه کې د طوفان هریرود لوبغاړی یار محمد ذکیر خان لومړی وکړ،  دوېیم ګول د لوبې په ۲۹ مه دقیقه کې د روف قاري له خوا ووهل شو او درېیم او وروستی ګول د رحمت الله خیرخواه له خوا د لوبې په ۷۴ مه دقیقه کې ووهل شو.
له دې سره د میوند اتلانو لوبغاړي ملا ماته شوه او تر ډېر هڅو یې بیا هم ونه شو کړای یو ګول هم ووهي.
د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ هم د شاهین اسمایي او د اباسین څپي ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د ۱-۰ ګولونو په توپیر د اباسین څپي په ګټه پای ته ورسېد
 


د مطلب کود: 172440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172440/د-فوټبال-په-غوره-لیګ-سیالیو-کې-طوفان-هریرود-میوند-اتلانو-ته-۳-۰-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com