دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 172449
تخار کې د ټاکنیز کمپاین پریوه غونډه چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې
د تخار ولایت د رستاق ولسوالی په مربوطاتو کې د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې چاودنه شوې چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار سیمه ییز چارواکي وایي پیښه نن د غرمې وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو د یوې نوماندې په غونډه کې رامنځته شوې ده.
امنیتي سرچینې وایي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0iqso2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته