کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد طالبانو سره خبرو وروسته خپل سفرونو راپور ولسمشر محمد اشرف غنی ته وړاندی کړ

21 میزان 1397 ساعت 15:26

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد له طالبانو سره له خبرو وروسته د خپلو وروستیو سفرونو راپور ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.



له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد، سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر زلمي خلیل‏‏زاد جمهور رئیس ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو  وروستیو سفرونو په اړه د راپور ورکولو پرمهال وویل، د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد له راپور او هلو ځلو څخه په مننې وویل، د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د  تلپاتې سولې د تامین لپاره وي.
د یادونې وړ ده چې یوه باخبره امریکایي سرچینه تردې مخکې ورځپاڼه وال سټریټ ژورنا ورځپاڼې ته ویلي و چې ښاغلي خلیلزاد پرون جمعه د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې د طالبانو له سیاسي استازو سره کتلي دي.
یاده سرچینه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې دواړو لوړیو پر کومو موضوعاتو خبرې کړې دي.
 


د مطلب کود: 172454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172454/زلمی-خلیلزاد-طالبانو-سره-خبرو-وروسته-خپل-سفرونو-راپور-ولسمشر-محمد-اشرف-غنی-ته-وړاندی-کړ

آوا
  https://www.avapress.com