دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 172457
اسراییلي پوځ یو ځل بیا فلسطینیان وژلي دي
اسراییلي ځواکونو پرون یو ځل بیا غزې تړانکې ته څېرمه اووه فلسطینیان وژلي دي.


د غزې د روغتیایي سرچېنو په حواله ویل کېږي، چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۴۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د اسراییل پوځ وایي، شاوخوا ۱۵زره سرتېرو یوه ډله مزاحمت جوړوونکي ویشتلي چې له خنډونو نه تېر شوي وو او د اسراییلي ځواکونو پر یوه پوسته یې برید وکړ.

د فلسطیني روغتیایي سرچینو له قوله، له کله چې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه د سرحد په اوږدو کې اعتراضونه پیل شوي، د غزې شاوخوا ۲۰۰اوېدونکي وژل شوي دي.

اسراییل حماس ډله د اعتراضونو په تنظیم تورنوي خو حماس یاد تورونه ردوي او وایي، دوی په دې اعتراضونو کې لاس نه لري.
https://avapress.com/vdcbs5b8zrhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته