دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 172470
په تخار ولایت کې پر ټاکنیز کمپاین د تررویستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د هېواد د پرمختګ او ولسواکۍ دښمنانو نن د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یوې نوماندې پر ټاکنیز کمپاین د تروریستي بریدله امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهوررئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې پرمهال وویل، د افغان ولس د ښمنان د دې ډول وحشي بریدونو له لارې د ټاکنو ولسواک بهیر د بریالیتوب په برخه کې زموږ د خلکو کلک عزم او اراده نشي کمزورې کولی.
جمهوررئیس د ټاکنیزو کمپاینونو دغونډو د لا ښه امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د دښمنانو د توطئو په شنډولو کې تر پخوا لا زیاتې هڅې وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دې پيښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9qzak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته