دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۴۱
د مطلب کود : 172485
پکتیا ولایت کې تر ۵۰ ډیر وسله والو ته مرګژوبله اوښتي
د افغانستان په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ سرچینې وایي د پکتیکا ولایت پر خوشامند ولسوالی د وسله والو طالبانو ډلییز برید په شا تمبول شوی چې له امله یې تر ۵۰ زیات وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي پوځ د۲۰۳ تندرقول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د تندر قول اردو جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د پکتیکا ولایت د خوشامند پر ولسوالۍ ډله ییز برید په شاه تمبولی، چې په ترڅ کې یې تر ۵۰ زیاتو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې، ۱۵ کړۍ ډول ډول ماینونه سره د یو عراده ډاټسن موټر دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دي.
خبرپاڼه زیاتويو چې لا اوس هم د ۱۸ تنو وژل شوو ترهګرو جسدونه په سیمه کې پاته دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، ملي امنیتي او دفاعی ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سلطان باغ، دقره باغ ولسوالۍ دصاحب زاده، د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ په سیمو کې له وسله والو مخالفینو سره نښتې کړي، چې په پایله کې یې ۱۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.
 
https://avapress.com/vdcc4iqsp2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته