دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۴۵
د مطلب کود : 172486
طالبانو د زلمی خلیلزاد په مشری امریکایی پلاوی او طالب سیاسی استازو ترمنځ ناستې جزئیات خپاره کړه
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشری د امریکايي پلاوی او د طالب سیاسي استازو ترمنځ د ناستې جزئیات خپاره کړي.

د طالبانو ویاند په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم  چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رئیس الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر اعضاء شیخ  شهاب الدین دلاور ، قاري دین محمد حنیف ، الحاج محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو، د امریکا  مذاکراتي ټیم سره چې مشری یې د افغانستان لپاره د امریکې خاص استازي داکتر زلمي خلیلزاد کوله، د روان میلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه  نیټه په دوحه کې وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لوړیو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل یې خبرې کړې دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي ”د اسلامي امارت استازو دمشکلاتو دحل او واقعي امن په راتلو کي د خارجي ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه چي افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل  اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری. د هغو په پام کې نیولو سره دې دواقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي. په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې  خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې  دوام ورکوي. “

 
https://avapress.com/vdcdjx0f9yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته