کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کي ماین چاودنې دوه لارویان ټپيان کړل

22 میزان 1397 ساعت 11:25



په غزني کې د یوه ماین د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دا چاودنه نن یکشنبې سهار شاوخوا نهه بجې د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې بلخ دروازې سیمې ته نږدې شوې ده.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي دا ماین د کابل-کندهار لارې په اوږدو کې په یوه ګلدان کې د ترهګرو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې په پایله کې یې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
افغانستان کې د نښتو، ځانمرګي بریدونو، او چاودنې په پایله کې تر ډیره ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوړي.
ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې په یوه رپوټ کې اعلان وکړه، چې د افغانستان اولس کلنه جګړه کې دوه سوه اولس زره ملکي وګړي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په همدې موده کې یواځې څه باندې درې زره بهرنیان وژل شوي دي


د مطلب کود: 172493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172493/غزنی-کي-ماین-چاودنې-دوه-لارویان-ټپيان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com