کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه پشت ردود کې د پولیسو دوه پوستو سقوط/ ملی اردو ۳۰ څخه ډیر سرتیری وژل شوی او اسیر شوی دی

22 میزان 1397 ساعت 11:36

فراه سیمه ایز چارواکې وایی چی تیره شپه طالبانو خپل نظامی بریدونه د پشت رود ولسوالی پر پوستو باندی شروع کړي چی په ترڅ کې یی ددی پستو کنترول په لاس کې نیولی دی.



د آوا په ګزارش سره، دا برید تیره شپه په ۱۱:۰۰ بجی د پشت رود ولسوالی دوکین کلی په مربوطاتو کې ترسره شوی او په دی برید کې نږدی ۲۱ تنه سرتیری د ملی اردو څخه شهید او ۱۱ تنه نور اسیر شوی دی.
ګل احمد فقیری، د فراه ولایتی شورا غړۍ تایید کړی چی د ملی اردو پوستې سقوط په نتیجه کې ۲۱ تنه ملی اردو سرتیری وژل شوی او ۱۱ تنه نور اسیر شوی دی.
په همدی حال کې طالبانو ادعا کړی چی  ملی اردو دفاعی دوه قرارګاوی د پشت رود ولسوالی په مربوطه سیمو کې خپل برید لاندی راوړی دی.
طالبان وایی چی په دی برید کې لیزوری اسلحو، نقلیه او خفیفه اسلحو څخه ګټه اخیستی دی او پنځو ساعتونو لپاره نښته جریان درلود او په ترڅ کې یی د هغوی کنترول قرارګاه تصرف کړی دی.
تراوسه دفاع وزارت په دی اړه کوم څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 172496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172496/فراه-پشت-ردود-کې-د-پولیسو-دوه-پوستو-سقوط-ملی-اردو-۳۰-څخه-ډیر-سرتیری-وژل-شوی-او-اسیر-دی

آوا
  https://www.avapress.com