کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د وسله والو طالبان نومول شوی مرستیال والی ومړ

22 میزان 1397 ساعت 14:47

په لویدیځ هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو نومول شوی مرستیال والي منان لوینی د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.



د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو نومول شوی مرستیال والي منان لیونی څو ورځې مخکې د ملي پولیسو په عملیاتو کې تپي شوی و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشر د اوبې ولسوالی په ریزک سیمه کې ټپي شوی و او نن سهار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هرات د افغانستان په لودیدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د هرات  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 172506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172506/هرات-کې-د-وسله-والو-طالبان-نومول-شوی-مرستیال-والی-ومړ

آوا
  https://www.avapress.com