دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 172507
زلمی خلیلزاد د اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل
د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د شنبې په ورځ په کابل کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.

د حزب اسلامي د فرهنګي چارو ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې دواړو لوړیو په ملي او نړيوالو مسائلو تفصيلي خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد د جګړې د پای ته رسولو، د سولې د تأمين، راتلونکو ټاکنو او ځينو نورو مهمو ملي مسائلو په باب خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي خليلزاد د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د مشر هڅې وستايلې او د لا زياتې همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
د حزب اسلامی د خبرپاڼې له مخې، د حزب اسلامي مشر ښاغلي خليلزاد ته ډاډ ورکړ چې د جګړې د پای ته رسېدو او بین الافغاني سولې د ټينګښت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
په خبرپاڼه ښاغلي حکمتیار له قوله راغلي ”موږ او ټول افغانان تلپاتې سولې ته رسېدو غوښتونکي يو او د داسې سولې طرفدار يو چې باعزته وي او پايلې ئې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي حکمتیار پر شفافو او عادلانه انتخاباتو هم ټینګار وکړ او زياته يې کړه چې له بحران د وتلو يواځنۍ لار شفاف انتخابات دي .
 
https://avapress.com/vdchvinzq23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته