دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 172508
د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون نن د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړون د انرژۍ او اوبو وزارت او د لینکو انفراتیک هندي شرکت ترمنځ  لاسلیک شوه.
خبرپاڼه زیاتوي ”په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړ شوي وو، یاد تړون د انرژۍ او اوبو وزارت د سرپرست محمدګل خُلمي او د لینکو انفراتیک هندي شرکت د استازي احمدفرزاد ترمنځ لاسلیلک شو. “
د ارګ ماڼی له مخې، د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی اود ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت جوړېږي چې د ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا پر تولید سربېره ۴۷۰۰۰هکتاره کرنیزه ځمکه هم اوبه کوي او د کندز ښار ۱۸ زره کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه واخلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciurazvt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته