دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 172509
یو ۴ کلن هلک یې فلج کړ
د پولیو یوه بله مثبته پيښه د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ څخه راپور شوه، چې له بده مرغه یو ۴ کلن هلک یې فلج کړ.
په روان زیږدیز کال کې ددې وروستۍ پيښې سره د پولیو د پیښو شمیر په سویلې حوزه کې ۱۱ پيښو ته او په ټول افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو شمیر ۱۶ پيښو ته رسیږي ( اته پیښې په کندهار، دوه په هلمند، یوه په ارزګان، درې په کنړ او دوه پیښې په ننګرهار ولایت کې راپور ورکړل شویدي)
د لومړنیو راپورونو له مخې دغه ماشوم ته د پولیو ورځنی وقایوي واکسین  د خپلې کورنۍ لخوا څخه ندي تطبیق شوي او څرنګه چې تمه کیږي د کمپاینونو په ترځ کي هم د پولیو واکسین په لازم دوز باندې نوموړي ماشوم ته ندی تطبیق شوی. هڅې روانې دي ترڅو د کارپوهانو یو ټیم سیمې ته ولاړ شي او ددې پيښې په باب او د مرضي ویروس د خپریدو د مخنيوي په خاطر خپلې څیړنې هلته ترسره کړي. د یادولو وړ ده چې د شپږ میاشتو راهیسې د پولیو واکسین کمپاینونه په دغه سیمه کې د مسلحو مخالفینو لخوا څخه بند شوي دي.   
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، د پولیو ددې پيښې له رامنځته کیدو او په روان کال کې د پولیو د پيښو د شمیر د زیاتیدو له امله خواشني وښوده او ویلې ویل: "د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې مبارزه او ددې ناروغۍ به وړاندې د ماشومانو خوندي ساتنه یوازې د عامې روغتیا وزارت مسئولیت نه دی، بلکه د ټولنې د عامو د وګړو ایمانی او وجداني دنده ده چې روغتیايي کارکوونکو سره کله چې د هغوی کورنو ته د ماشومانو د واکسین کولو په خاطر ورځي مرسته وکړې ترڅو هیڅ ماشوم د واکسین کیدو څخه پاتې نشي، ځکه چې ددې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د ژغورنۍ لار ، یوازې او یوازې ددغه ناروغۍ واکسین تطبیقول دي."
د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومانو ته ددې واکسین ورکول لازیات ضروري او حتمی دي، ځکه چې دهغوی د بدن معافیت او مقاومت کمزوری دی، که چیرې واکسین نشي، ډیر ژره په دې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي.
د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او په دې وروستیو کې ددې واکسین ورکول ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو لکه د هندوستان د دیوبند دارالعلوم، د مصر الاظهر نړیوال اسلامي پوهنتون، د دوکتور یوسف قرضاوي په مشرۍ د اسلامي عالمانو نړیوال اتحاد،  د سعودي عربستان د حرمین شرفین امامانو، د اسلامي هیوادونو د مرستو سازمان، د اسلامي فقهې نړیوالې ټولنې او د یو شمیر نورو معتبرو اسلامي مدارسو ، مراکزو  او غښتلو دیني عالمانو له خوا ددغه واکسین څخه د ملاتړ په خاطر فتواګانی صادرې شوي او ددغه واکسین تطبیقول یې ماشومانو ته د والدینو شرعي واجب او مکلفیت بللی دی.   
افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې هغه درې هیوادونه دي چې لاهم د پولیو اندیمیک په توګه پيژندل کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjy8evhuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته