کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار پوله کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پيل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1397 ساعت 15:35


د کندهار ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
دا نښته نن یکشنبې څو ساعته وړاندې د ښوراوک ولسوالۍ سرو ساهانو سیمه کې شوې ده.
جګړه پر سرحدي کرښه د اغزن سيم د جوړولو پر سر شوې ده.
د کندهار امنیې قومندان، جنرال عبدالرازق دا پيښه منلې ده.
پاکستان له افغان سرحدي ځواکونو سره د جګړې سره هم مهاله د سپين بولدک او چمن ترمنځ د وېش دروازه هم بنده کړې ده.


د مطلب کود: 172514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172514/د-کندهار-پوله-کې-افغان-او-پاکستاني-ځواکونو-ترمنځ-نښته-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com