دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 172514
د کندهار پوله کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پيل شوې
د کندهار ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
دا نښته نن یکشنبې څو ساعته وړاندې د ښوراوک ولسوالۍ سرو ساهانو سیمه کې شوې ده.
جګړه پر سرحدي کرښه د اغزن سيم د جوړولو پر سر شوې ده.
د کندهار امنیې قومندان، جنرال عبدالرازق دا پيښه منلې ده.
پاکستان له افغان سرحدي ځواکونو سره د جګړې سره هم مهاله د سپين بولدک او چمن ترمنځ د وېش دروازه هم بنده کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfy0dyjw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته