کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سپین بولدک کې د افغان پوځ او پاکستانۍ ملېشې ترمنځ نښته پيل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1397 ساعت 18:32

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پېل شوې ده.



په کندهار کې د سرحدي ځواکونو د دريمي لوا درستيزوال ډګروال امين الله وایي چې نښته درې ساعته مخکي د سپين بولدک-ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سيم د مخنيوي په غبرګون شوې ده.
ډګروال امين الله وویل چې امنیتي ځواکونو سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سیم د غځولو مخنیوی کړی چې پاکستاني لوري ورباندې بريد کړی او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د سرحدي ځواکونو دغه چارواکي وویل چې جګړه اوس هم روانه ده خو زيان نه لري.
پاکستان له نښتي وروسته د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کې خپله دروازه د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
پاکستاني لوري تر اوسه د جګړې په تړاو تبصره نه ده کړې.
 


د مطلب کود: 172529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172529/په-سپین-بولدک-کې-د-افغان-پوځ-او-پاکستانۍ-ملېشې-ترمنځ-نښته-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com