کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: ټاکنو مرکزونو او محلونو کې امنیتی ځواکونه ځای پرځای کیدو لړۍ پېل شوي

22 میزان 1397 ساعت 21:23

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې په انتخاباتي مرکزونو او محلونو کې د امنیتي ځواکونو د ځای پرځای کولو لړۍ پيل شوې ده.



د دغه وزارت ویاند نجیب دانش نن د دفاع وزارت او د غوڅ ملاتړ ماموریت له ویاندویانو سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې دغه کار د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په مشوره شوی.
نوموړي زیاته کړه:
"نن سهار مو په ټول افغانستان کې د ځواکونو ځای پرځای کول پيل کړل، په ټولو مرکزونو او د رایو ورکړې په مرکزونو کې چې د انتخاباتو په ورځ به خلاص وي د امنیتي ځواکونو ځای پرځای کول پیل شوي دي."
نوموړی زیاتوي چې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره له ۵۰ زره زیات سرتېري ځانګړي شوي او دا هم وايي چې د اړتیا په وخت کې به په دغه شمېر کې نور هم زیاتوالی راشي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو ګې ګډون وکړي او امنیت یې د دفاعي ځواکونو له لوري خوندي کېږي.
په ورته و خت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کائټ پیټر انتخابات د افغانانو لپاره مهم بولي او وايي چې دوی به په امنیت کې نقش ادا کړي، خو د انتخاباتو د امنیت خوندیتوب به د افغانانو په لاس کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میزان میاشتې په ۲۸ په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات کیږي.


د مطلب کود: 172539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172539/کورنیو-چارو-وزارت-ټاکنو-مرکزونو-او-محلونو-کې-امنیتی-ځواکونه-ځای-پرځای-کیدو-لړۍ-پېل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com