دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۲۶
د مطلب کود : 172540
طالبان د امریکا سره خبرو له پاره پلاوی ګوماري
پخواني طالب چارواکي او معتصم اغا جان ویلي طالبانو او امریکا د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده او ټاکل شوې چې طالبان د مذاکراتو لپاره یو پلاوی وګوماري.

نوموړي له بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که امریکا او طالبان وغواړي چې افغان جګړه نوره پای ته ورسېږي، نو تر ټولو ښه لاره یې دا ده، چې د مذاکراتو او خبرو لړۍ ته ادامه ورکړي.

دده په وینا د طالبانو ستونزه له امریکا سره ده او د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به دغه ستونزې حل کړي.

د متعصم اغاجان په خبره، د سولې په مذاکراتو او خبرو کې تر ټولو ستره ستونزه د امریکايي ځواکونو حضور دی او پر دې مسئله به جدي خبرې کېږي.

هغه ویلي چې په افغانستان او سیمه کې ټول اړخونه د سولې او سیاسي مذاکراتو پلویان دي او د جګړو د له منځه وړلو یوازینۍ لار هم د سولې او مذاکراتو دوام دی.
https://avapress.com/vdceew8z7jh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته