کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیه کې د کډوالو د موټر چپه کېدو ۲۲ تنه وژلي

22 میزان 1397 ساعت 21:29

د ترکیې په لويديځ ازمير ولایت کې د غیرقانوني کډوالو یو لارۍ موټر چپه شوی چې ۲۲ تنو کډوالو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړی او ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.




سیمه ییزو رسنیو ویلي، موټرچلونکي د موټر کنترول له لاسه ورکړ او د سړک غاړې موانعو سره تر ټکر وروسته د اوبو یوه ژور کانال ته ور ولوېدو.

د کډوالو د لېږد موټر له ايدن ښار څخه ساحلي ازمير ښار ته پر لاره و چې نن سهار دا پېښه رامنځ ته شوه، ویل شوي، موټر ۲۰ متره ژور د اوبو رسونې کانال ته ورخوشی شوی.

تر پيښي وروسته سیمې ته د ژغورنې کارکونکي رسېدلي او مړي او ټپیان يې لېږدولي دي.

په  وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي، تراوسه د کډوالو هویت څرګند شوی نه دی.


د مطلب کود: 172541

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172541/ترکیه-کې-د-کډوالو-موټر-چپه-کېدو-۲۲-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com