دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 172547
طالبانو غزنی اندر ولسوالی امنیه قوماندانی او ولسوالی مقر ته اور ورپوری کړي
په غزنی ولایت کې سیمه ایز چارواکې وایی چی طالبان د غزنی اندر ولسوالی امنیه قوماندانی او مقر ته اور ورپوری کړي.

خالقداد اکبری، غزنی ولایتی شورا غړۍ، امریکا غږ ته وویل چی ددی وروسته چی دولتی قوا اندر امنیه قوماندانی او مقر بیله کوم نښتې څخه تخلیه کړی دی، طالبان دا سیمی ته دننه شوی او امنیه قوماندانی او ولسوالی ساختمان سیمې ته اور اچولی دی.
ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، هم رسنیو ته ویلی دی چی د هغه ډلې جنګیدونکې د اندر ولسوالی مرکز تصرف کړی دی.
فرید احمد مشعل، غزنی امنیه قوماندان، وویل چی د اندر په ولسوالی کې پراخ عملیات په لاره اچولی دی او انیقه قوماندانی او ولسوالی مقر د چهار دیوار سیمی ته لیږدولی دی ترڅو د ملکی تلفاتو مخه ونیول شی.
ښاغلی مشعل د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چی همدا اوس ډیر امنیتی ځواکونه د اندر په ولسوالی کې د عملیات ترسره کولو په حال کې دی.
د غزنی اندر ولسوالی چهار دیوار سیمه چی امنیه قوماندانی او مقر ور لیږدل شوی دی نږدی ۵ کیلومتره د غزنی مرکز څخه لیری دی.
 
 
https://avapress.com/vdcba5b8zrhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته