کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیمرغ البرز عقابان هندوکش ته ۳-۱ ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1397 ساعت 11:13

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سیمرغ البرز لوبډله عقابان هندوکش لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړه.



د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د عقابان هندوکش لوبغاړي امید عظیمي لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخته کړه.
خو د لوبې د دوهمې نیمایي په ۵۱مه دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړي ویس احمد احمدي ګول وکړ او لوبه یې ۱-۱ برابره کړه.
ورپسې د سیمرغ البرز لوبغاړی محمد حسین محمدي دوهم ګول وکړ او د لوبې په ۸۱مه دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړی نعمت الله کریمي درېیم ګول وواهه او له دې سره لوبه ۳-۱ د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېده.
د سیمرغ البرز لوبغاړی مصطفی رضایي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
تردې مخکې او د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سپین غر بازانو او د موج های آمو لوبه ۱-۱ مساوي پای ته رسېدلی و
 


د مطلب کود: 172551

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172551/سیمرغ-البرز-عقابان-هندوکش-ته-۳-۱-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com