دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 172553
ولسمشر غني د يوه پلاوي په مشرۍ پروان ولايت ته لاړ
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د يوه پلاوي په مشرۍ نن د ځينو پروژو د پرانېستلو لپاره پروان ولايت ته لاړ.
جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د باريک اب د صعنتي او زراعتي پارک، د جبل السراج - نجراب سړک لومړى فاز پرانېزي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر پرمهال نن سهار د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېست. دغه ۲۲.۴۸ کیلومتره اوږد سرک د اسیا پراختیایي بانک په مالي لګښت په اساسي ډول قیر شوی.
په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر به په دغه سفر کې د پروان له ملکي، نظامي او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwrazpt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته