دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 172565
ولسمشر غنی جبل السراج - نجراب سړک لومړۍ فاز پرانیست
ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار پروان ولایت ته ورسېد.
 ولسمشر غنی پروان ته خپل سفر کې  لومړی د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېست.

دغه سړک ۲۲.۴۸ کیلومتره اوږد لري چې د اسیا پراختیایي بانک په مالي لګښت په اساسي ډول قیر شوی.
دغه شان ولسمشر وروسته د باریک اب صنعتي او کرنیز پارک هم پرانېست چې په ۱۰۲۵ جریبه ځمکه جوړ شوی، تر اوسه یې۳۴۰ نمرې پر صنعتکارانو وېشل شوي دي.
ټاکل شوې چې ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کې د جبل السراج د ارګ له ودانیزو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د دغه ولایت له ملکي، نظامي او بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري.
 
https://avapress.com/vdcb05b8srhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته