کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کې بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه وسله وال وژل شوی

23 میزان 1397 ساعت 14:07

په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو د وسله والو پر دوو موټرونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې امله یې ۱۳ وسله وال وژل شوي.



په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د وسله والو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د اندړ ولسوالی کې په مربوطاتو کې ترسره شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي ”ائتلافي ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې دوسله والومخالفینو یو مازدا موټر او یو عراده هاموي په نښه کړي، ۱۳ تنه وسله وال مخالفین وژلې دي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د ولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 172568

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172568/غزنی-کې-بهرنیو-ځواکونو-هوایی-بریدونو-په-ترڅ-۱۳-تنه-وسله-وال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com