دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 172574
د تدارکاتو د ملي ادارې لخوا  "د افغانستان پرانیستی او بريښنايي تدارکاتي سیستم" معرفي شو
د افغانستان پرانیستي او برښنايي تدارکاتي سیستم ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړي او د طبقه بندۍ د باورلیک د نمبر په ترلاسه کولو وکولای شي دغه سیستم ته داخل شي.
د تدارکاتو ملي ادارې " په عامه تدارکاتو کې د خصوصي سکتور د ملاتړ" تر نامه لاندې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغانستان د پرانیستي او برښنايي تدارکاتي سیستم د نړیوالو بنسټونو استازو، د ودانیزو شرکتونو استازو، د مدني ټولنو غړو او رسنیو ته وروپيژانده.
د تدارکاتو د ملي ادارې عمومي رییس، الهام عمر هوتکي، چې د دوشنبې په ورځ يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې په دې اړه خبرې کولې زیاته کړه، د افغانستان د پرانیستي او برښنايي تدارکاتي سیسټم څخه په ګټه اخیستو سره شرکتونه د هغوی د تجربو پر بنسټ په څو برخو کې ثبت او طبقه بندي کیږي.
له دغه سیستم نه په ګټه اخیستو سره به خصوصي شرکتونه د قرارداد د ترلاسه کولو په موخه غوښتنلیک ورکوي، چې په هغه کې تجربه او تخصص ولري. د افغانستان دپرانیستي او برېښنايي تدارکاتي سیستم کاري برخې په ۱۱ کتګوریو وېشل شوې دي، شرکتونه کولای شي، چې د خپلو تجربو سره سم په یوه یا څو برخو کې غوښتنلیک ورکړي.
هوتکي پدغه ناسته کې د شرکتونو استازو ته درې میاشتې وخت ورکړ، چې د افغانستان پرانیستي او برښنايي تدارکاتي سیستم ته د غړیتوب غوښتنلیک ورکړي او د طبقه بندۍ د باورلیک د نمبر په ترلاسه کولو وکولای شي دغه سیستم ته داخل شي.
نوموړي ټینګار وکړ: "دغه سیستم د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او لازمو اسانتیاو په موخه، په تدارکاتي پروسه کې د روڼتیا د رامنځته کولو، د شرکتونو ارزونه او د هغوی د تخصصي ظرفیت د لوړولو، د آفرونو د ارزونې د پروسې د چټکتیا او شرکتونو ته د طبقه بندي شویو باورلیکونو د ورکړې په موخه رامنځته شوی دی."
افغانستان په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې برښنايي تدارکاتي سیسټم یی رامنځته کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz5b8arhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته