کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چمن – سپین‌بولدک لاره د دویمې ورځې لپاره تړلې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1397 ساعت 17:32

پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د غځولو په غبرګون کې د افغان سرحدي قواوو او پاکستاني ملېشه وو تر جګړې وروسته د دوهمي ورځي لپاره هم د چمن – سپین بولدک لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده.



پرون ماپښين دوې بجې د ښورابک او سپین بولدک ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې د ډیورنډ کرښې پر سر د اغزن سیم د کار د مخ نیوي لپاره افغان لوري پر پاکستاني مليشه وو برید وکړ.
د کندهار د امنیې قومندانی ویاند څارمن غورځنګ افریدي اشنا رادیو ته وويل چې جګړې ۸ ساعته دوام در لود.
دی زیاته وي چې د افغان سرحدي قواوو په بریدونو کې ۳ پاکستاني ملېشه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي او د اغزن سیم د غځولو کار درول شوي.
نوموړي زیاته کړه "جګړه اوس دریدلی پاکستاني لوري هم په سیمه کې خپل په لوړ شمېر کې کسان ځای پر ځای کړی او زموږ له طرفه هم سیمي ته تازه دمه سرتیري په شپه کې رسیدلی زموږ خواته کوم تلفات نشته خو هغه معلومات چي موږ تر لاسه کړي ۳ پاکستاني مليشه په پرونی جګړه کې وژل شوي او ۵ نور يې ټپیان دي".
دی زیاته وي چي پاکستاني لوری په سیمه کې تر صفري نقطې هم په ځینو برخو کې سل مېتره او په ځینو برخو کې تر دې لږ د افغانستان خاوري ته ننوتلي او اغزن سیم غځوي.
افریدی وايي چې افغان سرحدي قواوو به تر هغو په سیمه کې په لمړی درجه چمتو والي کي وي چي د دواړو هیوادونو مرکزي پلاوی د ستونزي حل لاره را وباسي.
په ورته وخت کې د سپین بولدک او چمن دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستی د دروازې په نوم یادیږي نن د دوهمي ورځي لپاره هم تړلې ده.
پر یاده لار هره ورځ له دېرش زره څخه تر څلوېښت زره پوري کسان تګ راتګ لري.
 


د مطلب کود: 172579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172579/د-چمن-سپین-بولدک-لاره-دویمې-ورځې-لپاره-تړلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com