د ځوانانو د ټولنیزو او مدني بنسټونو د همغږۍ مرکز له څلور سوه نوماندانو غوښتي، چې د دوی په نظر پوښتنه کې برخه واخلي؛ خو یوازې دوه سوه درې نوماندانو د دغه بنسټ لس پوښتنو ته ځواب ورکړی دی.
د دغه بنسټ مسوولین وايي؛ د نظر پوښتنې په پایله کې په ډاګه شوې، چې له سم نیم ډېر کاندیدان د ولسي جرګې د غړیو له مسوولیت څخه بې خبره دي.
د ځوانانو د ټولنیزو او مدني بنسټونو د همغږۍ مرکز غړی جمعه خان پویا وایي، د ولسي جرګې پر ۲۰۳ نوماندانو ترسره شوې نظر پوښتنه ښيي، چې ۶۰ په سلو کې نوماندان د وکیلانو مسوولیتونه نه پېژني، ۲۳ په سلو کې له سیاسي پوهې بې برخې دي او ۴۰ سلنه نورو د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره ولسي جرګې ته د تلو تکل کړی دی.
د ځوانانو د ټولنیزو او مدني ټولنو د همغږۍ رييس عبدالودود افغان وایي، چې یو شمېر نوماندان سر له اوسه د ځينو کړیو تر اغېز لاندې راغلي؛ ځکه، نو په راروانو ټاکنو کې پلان شویو پراخو درغلیو اندېښنې رامنځته کړې دي.
دغه بنسټ له رایه ورکوونکیو غواړي؛ رایه دې خپل امانت وګڼي او هغه څوک دې ترې برخمن کړي، چې ملي او هېوادنیو ګټو ته ژمن وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)