کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شاهین اسمایي لوبډله سپین غر بازانو ته ماتې ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 میزان 1397 ساعت 12:52

د افغانستان د فوټبال غوره سیالیو په لړ کې نهمه لوبه پرون د شاهین اسمایي او د سپین غر بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.



د شاهین اسمایي لوبډله په پرونی لوبه کې وتوانېد چې د سپین غر بازانو لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړي او په دې ډول د غوره لیګ سیالیو سیمې فاینل یا نیمه پای لوبې ته ورسېد.
د لوبې لومړنی نیمایي پرته له کوم ګول پای ته ورسېده خو د دوهمې نیمایي په ۵۹ مه دقیقه کې د شاهین اسمایي لوبغاړي سید نصیر حسیني لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخته کړه.
خو د لوبې د دوهمې نیمایي په ۷۴مه دقیقه کې د سپین غر بازانو لوبغاړي هدایت الله قرییشي ګول وکړ او لوبه یې ۱-۱ برابره کړه.
د لوبې په وروستیو دقیقو کې انور اکبري د پنالتي بال په وهلو سره د شاهین اسمایي لوبډلې لپاره دوهم ګول وواهه او ورپسې حشمت الله بارکزي د شاهین اسمایي لپاره درېیم ګول ترسره کړ.
د سپین غر بازانو لوبغاړی هدایت الله قریشي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
 


د مطلب کود: 172601

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172601/د-شاهین-اسمایي-لوبډله-سپین-غر-بازانو-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com