دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 172606
خاشقجی دوسیه؛ پیسی که بشر حقوق؟

 
عربستان سفارت په واشنګتن کې په توئیتر کې د هغه ټولو کسانو څخه چی د امریکا دولت په شان د خاشقجی ورکیدو قضیه په اړه په قضاوت کې عجله ونه کړ، قدردانی وکړ.
مخکې ریپورت ورکړل شو چی په ترکیه کې یو امنیتی سرچینه ویلی دی چی ددی هیواد دلوت داسی صوتی او تصویری فایلونه په اختیار کې لری چی د جمال خاشقجی قتل د عربستان په کنسولګری کې ثابتوی.
مولود چاووش اوغلو؛ د ترکیه خارجه وزیر هم وایی چی سعودی عربستان ددی قضیه په څیړلو کې همکاری نه دی کړی. هغه د ریاض څخه وغوښته چی ترکیه چارواکو ته اجازه ورکړی ترڅو کنسولګری ساختمان ته ننوځی.
ځینی سرمایه داران، شرکتونه او غربی رسنۍ په دی اخیرو ورځو کې اعلان کړی چی د  راتلونکې سرمایه ګذاری ابتکار په کنفرانس کې چی قرار دی د اکتوبر ۲۳ څخه ۲۵ پوری په ریاض کې ترسره شی، ګډون ونه کړی.
دا هغه ټوله غبرګونونه دی چی د سعودی دربار منتقد خبرنګار ورکیدو په اړه شکاره کړل شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی کارپوهان په دی باور دی چی دا پیښه یواځی د سعودی ولیعهد اقتدارګرایی او سرکوبګر رژیم څېری څخه پرده نه پورته کوی؛ بلکه همزمان، غرب هم د یو لوی آزموینې په وړاندی قرار ورکړی دی.
هغه غبرګونونه چی د امریکا او اروپا له لوری ددی پیښی په وړاندی شکاره شوی دی، ورڅخه نتیجه اخیستل کیږی چی د خاشقجی هولناک دوسیه، د عربی پیسو او غربی بشر حقوق په چالش کې ګرفتار شوی دی او غربیان نه شی کولای چی سعودی سرکوبګر او ثروتمند رژیم سره خپل میلیاردی معاملاتو ته په نه کتو سره، د بشر حقوق او بیان آزادی ملاتړ وکړی او نه هم ددی توان لری چی په سادګی او علنی توګه، بشری حقوق اصطلاح لاندی ارزښتونه چی کلونه کلونه نور ملتونه یی په دی نامه تحقیر کړی دی، نادیده ونیسی.
بناپردی، د خاشقجی قضیه عملآ د پیسو او بشر حقوقو په چالش او مشکل کې بند پاته دی او غرب لفظی خبرداری او تبلیغاتی ګواښونه د ریاض رژیم په وړاندی هم مخکې له دی چی د غربی قدرت حقیقی موضع ښودونکې وی، د بشری حقوقو درانده بار او مسؤولیت څخه د هغوی تیښته ده.
غربیان لکه څنګه چی دونالد ترامپ د امریکا ولسمشر ویلی دی چی نه شی کولای سعودی ثروتمند رژیم سره خپل میلیاردی معاملات فسخه کړی او دا همغه څه دی چی سعودی خودکامه ولیعهد ته، دا امکان ورکوی چی بیله دی چی خپل منتقدانو نیول کیدو په وړاندی کوم بیره ولری، خپل چلند ته ادامه ورکړی.
په دی حال کې، د غرب کار هم آسانه نه دی. غربی قدرتونه نه شی کولای په پوره توګه، د هغه شعارونو او ارزښتونو څخه سترګی پټې کړی چی کلونه راهیسی تر نامه لاندی یی، خپل سروری او قیومیت پر نولو مللونو باندی تحمیل کړی دی او ځان لوړ ځای کې قرار ورکړی دی.
هغوی که ددی قضیه څخه تیر شی، په حقیقت کې، حقوق بشر یی هم د نورو جنګی الوتکو او بمونو او مرګونۍ وسیلو په شان سعودی رژیم ته خرڅ کړی دی؛ بناپردی، په عمل کې، د غربی دموکراسی مدعی دولتونو او عربی اقتدار ګرا رژیمونو ترمنخ کوم توپیر پاته نه شو.
په دی توګه، که څه هم ترامپ د سعودی رژیم تګلاری بدلون څخه د غرب څخه تسلیحاتو رانیولو لپاره اندیښمند دی؛ خو غرب هم خپل ادعا لاندی شعارونو څخه دفاع لپاره، سخته لاره مخکې لری او باید د بشرحقوق او پیسو ترمنځ یو څه انتخاب کړی.
 
https://avapress.com/vdchvinz-23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته