کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند او چین په افغانستان مشترک پروژی عملی کوی

24 میزان 1397 ساعت 14:10

هند او چین هیوادونه په نظر کې لری چی لس تنه افغانستانی دیپلماتان په مشترک توګه زده کړی ورکړی.



د آوا په ګزارش او د دان نیوز څخه په نقل سره، دا مطلب لئو ژائیو د چین سفیر تیره ورځ د یو خبرو په ترڅ کې اعلان او وویل: د چین او هند ظرفیتونو ته په کتو سره، په بیلابیلو برخو لکه زراعت او تکنولوژی کې، په راتلونکې کې د دواړو هیوادونو همکاری په افغانستان کې د زده کړیز برنامو څخه تر مشخص پروژی پوری به عملی شی.
هغه وویل چی افغان دیپلماتانو مشترک زده کړه ورکونه د هند خارجی خدماتو موسسه کې د چین او هند او افغانستان هیوادونو همکاری لومړۍ ګام به وی چی په جاری کال کې د ولسمشر شی جینپینګ او نارندرا مودی په منځ کې ورباندی توافق شوی دی.
د چین سفیر په هند کې وویل چی هند او چین همکاری په افغانستان کې باید د بوتان، نپال، مالدیو، میانمار او ایران په شان هیوادونو کې هم پراختیا ومومی.
لئو وویل چی په افغانستان کې، هند او چین خپل پخوانۍ متحد یعنی پاکستان ته متکې دی، ځکه چی دا هیوادونه په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو بیلابیلو وسیلو په لټه کې دی.
له بل لوری، هند، میلیاردونه دالره په اقتصادی پروژو او نظامی افسرانو زده کړه ورکولو او افغانستان دولت پیاوړۍ کولو لپاره د طالبانو په وړاندی مبارزی لپاره سرمایه ګذاری کړی دی.
 


د مطلب کود: 172607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172607/هند-او-چین-په-افغانستان-مشترک-پروژی-عملی-کوی

آوا
  https://www.avapress.com